د کورنیو چارو وزارت سرپرست د غور ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته ورسېد

jamil-moi
Fri, May 14 2021 5:29 PM
8

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن د یوه پلاوي په مشرۍ د غور ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د غور له والي او د امنیتي ځواکونو له مشرتابه سره د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت امنیتي وضعیت وارزوه. 
امنیتي مسوولینو د ترورېزم او جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د دوښمن د ځپلو او همدارنګه د مجرمینو پر وړاندې د جدي اقدام ډاډ یې ورکړ. 
ښاغلي حیات د امنیتي ځواکونو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې واورېدې او اړونده مسوولینو ته یې د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په غور ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او لارښوونه یې وکړه څو د دوښمن د هر ډول تهاجمي خوځښت په مقابل کې جدي ځواب ورکړي.
په پای کې یې د ځینو پولیسو منسوبینو فعالیتونه وستایل او ورپسې بیا د شهیدانو کورنیو ته ورغلی او له دوی سره یې خواخوږي وکړه.