د خبریال او مطبوعاتو د فعال نعمت روان د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
7

ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام دا ځل د کندهار ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې خبریال او د تلوېزیون پخوانی ویاند نعمت روان شهید کړ.
ترورېستي ډلې د دې ډول جنایتونو او بریدونو په ترسراوي سره نشي کولی، چې د خبریالانو او بیان ازادۍ غږ محدود کړي. 
موږ ځان د بیان ازادۍ او خبریالانو د امنیت پر ساتنې مکلف ګڼو. امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د موندل شویو اطلاعاتو پر بنسټ د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ لسګونه پېښې شنډ کړې او همدارنګه د خبریالانو او مدني فعالانو د وژنې او ترور ګڼې ترورېستي ډلې یې نیولې او د قانون منګولو ته یې سپارلې دي.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د شهید نعمت روان کورنۍ ته د خواخوږۍ او تسلیت ژور مراتب وړاندې کوي او د څښتن تعالی له درباره ورته د زغم د دوعا لاس لپه کوي.

Latest announcements

Thu, Feb 12 2026 10:00 AM
Background image

Announcement

The Directorate of Engineering for Explosive Ordnance Disposal, under the General Directorate of Plan and Operations of the Senior Security Affairs

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements