د ترافیک ریاست خبرتیا

jamil-moi
7

له څنګه چې پوهېږئ د ښي شترېنګ وسایطو د ثبت او راجستر بهیر چارې روانې دي او اوس د ذیصلاح چارواکو له لوري د دې وسایطو طرزالعمل پاس شوی او د ۱۴۰۰ کال د وري د درېیمې نېټې له پيله د ښي شترېنګ وسایطو ثبت د ټولو ولایتونو په ترافیک ادارو کې پیل شوی دی. 
نو له همدې امله د ښي شترېنګ له ټولو مالکینو او متصرفینو غوښتنه کېږي څو د خپلو وسایطو د ثبت او راجستر په موخه د ترافیکو اړونده ادارو ته مراجعه وکړي.
که چېرې د درېیو میاشتو په لړ کې خپل وسایط راجستر نه کړي، نو وسایط به یې ودرول شي او پر وړاندې به یې قانوني جدي چلند ترسره شي. د ګډو ادارو کارکوونکي د ترافیکو په ادارو کې ستاسې په چوپړ کې دي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements