د کابل د نننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
8

کابل، کورنیو چارو وزارت:
ترهګرو نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوې ترورېستي پېښې په ترسراوي سره یو ځل بیا په یوه بل جنایت لاس پورې کړ. په ټپیانو کې ماشومان، ښځې او سپین‌ږيري هم شامل دي او همدارنګه د پېښې په سیمه کې شته کورونو ته لوی زیانونه اوښتي دي. په خواشینۍ سره چې په دې پېښه کې زموږ ۸ ملکي هېوادوال شهیدان شوي او د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ په ګډون څه باندې ۱۵ تنه نور ژوبل دي؛ د مرګ ژوبلې یاد شوې شمېرې د بدلون وړ دي.
دا ډول ترورېستي بریدونه د افغانانو پر وړاندې د ترهګرو د جنایت دوام ښيي. ترورېستان د ویجاړونې او وژنې کړنلاره لري. دوی هر ځل د جګړې په ډګرونو کې له ماتو سره مخ کېږي او قطعاً خپلو شومو موخو ته نه رسېږي.
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د وروستیو میاشتو په لړ کې د دښمن د ترهګریزو بریدونو په زیاتېدو سره د دوی ټولو شومو خوځښتونو او ناوړه موخو ته ځواب ورکړی. په تاسف سره چې د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو د بریدونو له امله زموږ ۵۰۰ تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي او څه باندې ۱۰۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د ترهګریزو بریدونو دا ډول د جګړې او محاربې په ټولو قوانینو کې جنګي جنایت ګڼل کېږي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements