د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قوماندانۍ خبرتیا
ټولو هغو منسوبینو ته چې د ماسټري برنامې د درېیمې دورې د کانکور ازموینې لپاره یې نوملیکنه کړې وه، رسول کېږي چې د ماسټري برنامې کانکور ازموینه د ځینو ستونزو له کبله د روان کال د تلې ۲۷مې د یکشنبې له ورځې د چنګاښ میاشتې لومړۍ نېټې ته ځنډېدلې او په یاده نېټه به د ماسپښین په ۰۱:۰۰ بجه د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي په قوماندانۍ کې ترسره شي؛ منسوبین دې خبر وي.
یادونه: داوطلبان دې د وسلو، موبایل او شخصي وسایطو له راوړنې ډډه وکړي.