کابل کې ۱۷ زره "کا" نشه کوونکي تابلېتونه کشف او ترلاسه شول

hakimi-moi
Sun, Sep 20 2020 5:05 PM
1

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه کوونکو تابلېتونو ډک موټر کشف او د یادو توکو له پلور څخه مخنیوی کړی دی.
په دې موټر کې څه باندې ۱۷ زره قرصه نشه کوونکي تابلېتونه ځای پر ځای شوي وو او د پلور په پار کابل ښار ته قاچاق کېدل.
پولیسو د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیولي دي.