د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترافیک پولیسو له ادارې څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي نن له غرمې مخکې د ترافیک پولیسو ادارې ته ولاړ او د یادې ادارې د چارواکو فعالیتونه یې له نږدې وڅارل.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترافیک پولیسو له منسوبینو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د فعالیتونو څرنګوالی، اړتیاوې او ستونزې وارزولې او زیاته یې کړه، چې اړتیا ده څو د ترافیک پولیسو تشکیلاتي جوړښت ته بیاکتنه وشي او همدارنګه د ترافیکو خدمات معیاري شي.
محمد مسعود اندرابي د ترافیک پولیسو مسوولینو ته دستور ورکړ، چې د چوپړتیاو سیستم پرمختللی کړي، څو په اړونده برخه کې مراجعینو ته اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي اندرابي د ترافیک پولیسو په تشکیلاتي جوړښت کې د بنسټیزو اصلاحاتو د راوستو په اړه بحث او خبرې وکړې او ویې ویل، چې اړتیا ده څو د ترافیک پولیسو تشکیلاتي جوړښت د اوسنیو اړتیاو سره جوخت تنظیم شي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترافیک پولیسو مسوولینو ته وویل، څو په یاده برخه کې خپلې اصلاحي برنامې جوړې کړي، څو په دې اداره کې ژر تر ژره بنیادي تغییرات رامنځته شي.
په پای کې د ترافیک پولیسو مسوولینو په خپلو چارو کې د بهبود په پار یو لړ نظرونو او وړاندیزونه د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړل.