د هېواد په درېیو ولایتونو کې له ۱۸ خونړیو پېښو مخنیوی شوی

hakimi-moi
Mon, Jun 22 2020 3:22 PM
1

د لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند پرتو سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې د ترهګرو د ۱۸ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د لوګر ولایت په مرکزي سیمو کې درې کړۍ ماینونه، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۴ کړۍ ماینونه او د پکتیا ولایت د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین د ترورېستي بریدونو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترورېستي بریدونو مخنیوی شوی دی.
ترهګرو په وار وار هڅه کړې، څو د سړک غاړې ماینونو په ځای پر ځای کولو سره د خلکو ټولنیز نظم له منځه یوسي او وحشت خور کړي؛ خو پر وړاندې یې بیا امنیتي ځواکونو د ترهګرو ګڼ شمېر ماینونه کشف او له ملکي مرګ ژوبلو یې مخنیوی کړی دی.