کابل او ننګرهار کې څلور تنه د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
قاچاقبرو ۷۴ کیلوګرامه چرس د ګازو په بالونونو کې ځای پر ځای کړي وو او له پکتیا څخه یې کابل ته قاچاق کړي وو.
یادو کسانو غوښتل ضبط شوي نشهيي توکي په کابل ښار کې د نشهيي توکو پر پرچون پلورونکو وپلوري، چې د پولیسو لهخوا پر وخت نیول شوي دي.
همدارنګه تېره ورځ له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم دوه تنه د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
دې کسانو ۷۱ کیلوګرامه چرس په یوه بار وړونکي موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له کابل څخه یې د ننګرهار ولایت دوربابا ولسوالۍ ته قاچاق کړي، چې تر پېژندنې وروسته سمدلاسه نیول شوي دي.