لوګر کې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي، ۴ تپيان او ۲ نور نیول شوي

hakimi-moi
Sun, May 10 2020 2:00 PM
1

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په "کولي" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ هدف‌مند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

همداراز دې ځواکونو د یادې ولسوالۍ په "احمدزي" کلي کې هم د یو لړ عملیاتو پر مهال دوه تنه له درې میله وسلو سره یوځای له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.