کابل کې درې تنه د تابلېت "کا" د قاچاق په تړاو ونیول شول

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ۳۶۹۰ قرصه تابلېت "کا" په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې قاچاق یې کړي.