زابل کې د ملي پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وشوه.

rahimzai_moi
Thu, Oct 17 2019 8:28 AM
V

د زابل ولایت امنیه قومندانۍ د ملي پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دې مرستې په لړ کې د زابل ولایت امنیه قومندان وویل، چې د ملي پولیسو د قربانیانو له کورنیو سره مرسته د دوی وجیبه ده او دا چاره یې د ملي پولیسو له سرښندونو د درناوي په هدف پیل کړې ده.
د یادونې ده چې د ملي پولیسو د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره به د مرستۍ لړۍ په راتلوونکي کې هم دوام ولري.