تخار کې ۲۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
Fri, Oct 04 2019 9:56 AM
j

افغان ملي امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په ابدال او تخته کپرک کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو درې کړۍ ماینونه کشف او د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شوي او همداراز د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
په همدې حال کې د تخار ولایت په ابدال کلي کې درې ترهګر طالبان هم هغه مهال وژل شوي، چې د ماین د ځای پر ځای کولو په حال کې وو، چې ماین پرې چاودلی او له امله یې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو له لوړ پوړو چارواکو سره د تخار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د چاڼیزو عملیاتو د رهبرۍ په هدف دې ولایت ته تللي وو، د تخار مېشتو ته یې ډاډ ورکړ چې دا عملیات به تر هغې دوام لري؛ څو په تخار کې د ترهګرو طالبانو ټول پټنځایونه له منځه یوړل شي.