ننګرهار او بغلان کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
Mon, Sep 16 2019 11:35 AM
ی

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار او بغلان کې درې تنه د هیرویینو او چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه په ننګرهار کې د دوو بېو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ۲۷۷ کیلو ګرامه چرسو او هیروییو سره او یو تن له بغلان څخه د دوه کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.