پولیسو نهه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي.

rahimzai_moi
Tue, Aug 06 2019 12:49 PM
ی

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، بلخ، هرات او نیمروز ولایتونو کې د اوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي.
له دې ډلې څلور تنه د کابل ښار د دویمې، څلورمې او لسمې ناحیو، دوه تنه د ۲۰۰۰ لیتره الکولي څښاکو په تړاو له مزارشریف ښار، دوه تنه له هرات او یو بل یې د نیمرو ولایت له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو یو شمېر بېلابېل ډوله نشه يي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.