فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ونیول شو.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یو لړ کشفي راپورونو په اساس د فراه د مرکز له شیخ اباد کلي د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر له پېژندنې وروسته نیولی دی.
یاد کس ملا شینګل نومېږي او په فراه ښار کې یې د بېلابېلو ترورېستي پېښو په سازماندهي او پر عمومي لویه لار د مسافرینو په ځورولو کې لاس درلود.