تخار کې دوه تنه د یوې ماشومې د وژنې په تور ونیول شول.

rahimzai_moi
Sat, Jul 20 2019 9:21 AM
v

تېره ورځ دوه تنه هر یو فواد او مور یې فاطمه د یوې ماشومې د وژنې په تور ونیول شول. 
نیول شویو کسانو څو ورځې دمخه د تخار ولایت د تالقان ښار په شهر کهنه سیمه کې یوه پنځه کلنه نجلۍ اسما نومې وژلې وه، چې د دویمې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا ونیول شول.
د یادو کسانو قضیه د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.