خوست کې د یوې موټرسایکل بم چاودنې مخه ونیول شوه.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په یاد ولایت کې د یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د خوست ولایت د مرکز اړوند د لومړۍ حوزې په نهم سمت کاروان سري سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره یو موټرسایکل له چاودېدونکو توکو ډک کړی و او غوښتل یې چې چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د نهم سمت د پولیسو په همکارۍ کشف او شنډ شو.