کابل کې ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
Mon, Jul 08 2019 12:29 PM
j

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي چې د شیشه له ډوله دي، د کابل ښار د سویلي دروازې "سنګ نوشته" له سیمې څخه یې کشف او ضبط کړي دي.
یاد نشه يي توکي په یوعراده نقلیه واسطې کې ځای پر ځای شوي وو، چې لېږدوونکو یې غوښتل له فراه څخه کابل ته یې ولېږدوي.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.