پنځه تنه د نقلیه وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول.
پروان، لوګر او هلمند ولایتونو کې پنځه تنه د نقلیه وسایطو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو درې تنه د یاد ولایت د مرکز له اړوند سیمو د یو عراده کرولا ډوله موټر د غلا په تړاو نیولي دي.
دا کسان هغه مهال ونیول شول، چې پولیسو د دوی له کوره یو عراده غلا شوې نقلیه واسطه ترلاسه کړه.
همداراز د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه د یو عراده غلا شوې واسطې په تړاو نیولي.
یاد کسان دوه کاله دمخه د لوګر ولایت د یو مېشتي د نقلیه واسطې په غلا تورن وو.
بلخوا د هلمند او فراه ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یوې بشپړې همغږۍ په ترڅ کې اته عراده غلا شوي موټرسایکلونه د فراه ولایت له اړوند سیمو کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد موټرسایکلونه له هلمند څخه تر غلا وروسته فراه ته لېږدول شوي وو.