وردګو کې ۱۳ تنه د ترهګرو طالبانو له زندانه ازاد شول.
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سېبک، عربان او د بوم تنګي سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه د ترهګرو طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د مهماتو یوه ډیپو هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې او ترڅنګ یې د دښمن یو عراده سراچه موټر سوځول شوی، څلور میله کلاشینکوفونه، څلور قبضې راکټونه او یو ۸۲ ملي متري توپ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال د ملاجانان په ګډون څو تنه شکمن کسان هم امنیتي ځواکونو له ځان سره بېولي دي.