تخار کې ۲۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

moi-af
Thu, Jun 20 2019 10:02 AM
تېره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د ځینو ناامنو سیمو د چاڼ په موخه عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر طالبان چې مهم غړي او ډلمشران یې هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
همداراز د عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دا عملیات په اشکمش ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو تر بشپړې پاکونې دوام لري.