کابل او ډایکنډي کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
Mon, Jun 10 2019 2:52 PM
o

د کابل او ډایکنډي ولایتونو د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو نهه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو شپږ تنه په کابل او درې تنه نور یې د ډایکنډي د پولیسو له خوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو ډېر شمېر نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.