فراه کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د فراه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ په پشمکي سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو له کلک ځوابي غبرګون سره مخ شول.
د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې درې ترهګر طالبان ووژل شول او درې نور چې د لاش جوین ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو ولسوال ملا نور احمد شهاب هم په کې شامل و، سخت ټپیان شوي دي.