ننګرهار کې ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول.

moi-af
Mon, May 27 2019 1:23 PM
x
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د انجنیرۍ ډلې لخوا په جلال اباد ښار او یو شمېر نورو بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول.
چاودېدونکو توکو کې دوه ځانمرګي واسکټونه، نهه لاسي بمونه، دوه د هاوان ګولۍ، ریموټ کنټرول بمونه او یو شمېر نور چاودېدونکي توکي شامل دي.