پر مچلغو بند د ترهګرو طالبانو وسله وال برید په شا وتمبول شو.

moi-af
Wed, May 15 2019 11:48 AM

تېره شپه ترهګرو طالبانو د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اړوند د مچلغو بند د عامه ساتنې پر پوسته وسله وال برید ترسره کړی، چې د ملي پولیسو له خوا په شا تمبول شوی دی.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.