په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د نشهيي توکو د وضعیت په اړه د UNODC کلني راپور ته د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت غبرګون
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د نشهيي توکو د وضعیت په اړه د UNODC کلني راپور ته د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت غبرګون
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید په اړه د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (UNODC) د کلني راپور شمېرې او پایلې له خپلو رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره په ټکر کې بولي او په کلکه یې ردوي. د دې معینیت په باور، یاد راپور شته وضعیت په کره توګه نه دی منعکس کړی او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عملي لاستهراوړنې یې له پامه غورځولې دي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، د مسئولې مرجع او د عملیاتو د پلي کوونکې ادارې په توګه، په ساحه کې حضور لري او د کښت او کروندو د له منځه وړلو وضعیت له نږدې څاري، ثبتوي او راپور ورکوي. له ساحوي معلوماتو او د کروندو د اړولو له اسنادو سره له پرتله کولو پرته، د سپوږمکۍ پر انځورونو، اټکلي محاسبو او د مغرضو کړیو په غلطو معلوماتو تکیه د قطعي پایلو د وړاندې کولو لپاره بسنه نه کوي. د عملیاتو له پیل وړاندې په سپوږمکۍ انځورونو کې د یوې کروندې موجودیت، د حاصل تر ټولولو پورې د هغې د پاتې کېدو معنا نه لري او باید د تولید د محاسبې بنسټ ونه ګرځول شي.
د دې معینیت د جغرافیایي معلوماتو او ساحوي راپورونو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې کښت ترسره شوی و، له ۲۶ زره هکټاره زیاته ځمکه د نشهيي توکو له تولیدوونکو بوټو څخه پاکه شوې ده. دغه عملیات د پام وړ مالي او انساني لګښتونو په ګاللو او په سختو ساحوي شرایطو کې ترسره شوي دي. له همدې امله، هره ارزونه چې دغه اقدامات او پایلې یې په خپلو محاسبو کې په پام کې ونه نیسي، نیمګړې، د باور نه وړ او غیرمنصفانه ده.
د UNODC په راپور کې د شاوخوا ۴۳٬۳۰۰ هکټاره کوکنارو د کښت او نږدې ۱٬۵۰۰ مټریک ټنه تریاکو د تولید اټکل، د دې معینیت له ارزونو سره بنسټیز توپیر لري. د ساحوي معلوماتو له مخې، په روان کال کې د نشهيي توکو د تولیدوونکو بوټو د کښت پېژندل شوې ساحه شاوخوا ۲۶ زره هکټاره وه چې حاصل ته تر رسیدو وړاندې پرې د محوې عمليات ترسره شوي او د معینیت د ارزونو له مخې، له دغو عملیاتو وروسته د پاتې کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.
له همدې امله، UNODC باید د خپلو معلوماتو سرچینې، د سپوږمکۍ د انځورونو نېټې، د کروندو جغرافیایي مختصات، د کښت او تولید د محاسبې تګلاره، د اټکلونو د احتمالي تېروتنې حدود او دا چې د کروندو د له منځه وړلو رسمي شمېرې یې په وروستیو محاسبو کې څنګه په پام کې نیولې دي، په روښانه توګه وړاندې کړي. د شته توپیر د تشریح او د ناسمو معلوماتو د اصلاح مسئولیت د راپور د خپروونکي بنسټ پر غاړه دی.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ټینګار کوي چې د یوه بنسټ نړیوال دریځ د معتبرو شواهدو او علمي تګلارې ځای نه شي نیولای. د مسئولـو مراجعو د شواهدو له څېړلو پرته، د اختلافي اټکلونو د قطعي واقعیت په توګه وړاندې کول د کره او مسئولانه راپور ورکولو له اصولو سره سمون نه لري.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو هڅې او د افغانستان د خلکو همکاري باید د نیمګړو او یو اړخیزو ارزونو له امله له پامه ونه غورځول شي. نړیوال تخصصي راپورونه باید د سیاسي ملاحظاتو له هر ډول اغېز څخه خوندي وي او ساحوي واقعیتونه په بېطرفه او منصفانه توګه منعکس کړي. د تخنیکي ارزونو سیاسي کېدل او د ساحوي شواهدو له پامه غورځول د نړیوالو راپورونو اعتبار او بېطرفي تر پوښتنې لاندې راولي. د افغانستان د نشهيي توکو پر وړاندې عملي لاستهراوړنې باید د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي، بلکې د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د دوامدارو حللارو د ملاتړ بنسټ وګرځي.
د نشهيي توکو پر وړاندې دوامداره مبارزه، د قانون د پلي کولو ترڅنګ، له بزګرانو څخه ملاتړ، د بدیل معیشت پراختیا، د مشروع کرنې وده او د روږدو کسانو درملنه غواړي. نړیوال بنسټونه باید د کره ارزونو او عملي همکاریو له لارې د دغو هڅو ملاتړ وکړي او د خپرو شوو معلوماتو د کرهوالي په اړه ځوابویونکي واوسي.
له همدې امله، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید په اړه د UNODC د راپور شمېرې او پایلې له رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره د ټکر له امله ردوي او له یاد دفتر څخه غواړي چې د خپلو محاسبو بنسټ او د شمېرو د توپیر لاملونه په مستند ډول تشریح کړي، پر راپور بیاکتنه وکړي او د کروندو د له منځه وړلو شمېرو او ساحوي واقعیتونو ته په پام سره یې اصلاح کړي. له مستند وضاحت پرته د اختلافي شمېرو خپرول د راپور اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او مسئولیت یې د خپروونکي بنسټ پر غاړه دی.
د کورنیو چارو وزارت
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت
