د عامه اړیکو لوی رییس د ډاکټر حبیب‌الرحمن قاسم طبي او مسلکي خدمتونه وستایل

moi-af
Mon, Oct 12 2026 10:44 AM
asdfasdf

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا په انستیتوت کې د ماشومانو د سوځېدنې د درملنې د څانګې د مسؤول ډاکټر حبیب‌الرحمن قاسم اوږدمهاله طبي خدمتونه، نوښتونه او نړیوالې علمي لاسته راوړنې د وزارت په استازولۍ وستایل او د هېواد د ماشومانو د روغتیا په برخه کې یې د نوموړي هڅې د قدر وړ وبللې.

ډاکټر حبیب‌الرحمن قاسم، چې د ماشومانو جراح او په افغانستان کې د ماشومانو د سوځېدنې د درملنې د تخصصي خدمتونو له مخکښانو دی، د سوځېدنو او پېچلو ټپونو د درملنې په برخه کې د خپلو نوښتګرو کلینیکي فعالیتونو او د کب د پوستکي د پیوند د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې له امله د نړیوالو متخصصینو پام ځانته اړولی دی. نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د بریتانیا په برمنګهم ښار کې د ماشومانو د سوځېدنې په نړیوال کنفرانس کې د زورا یانزکوویچ معتبره جایزه ترلاسه کړې او په ۲۰۲۶ کال کې یې هم په آیسلنډ کې د Aurora نړیوال علمي ویاړ ترلاسه کړی دی.

د نوموړي تر مدیریت لاندې د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا په انستیتوت کې د ماشومانو د سوځېدنې ۴۰ بستریز تخصصي مرکز هر کال له ۱۲۰۰ څخه د زیاتو سوځېدلو ماشومانو درملنه کوي. هغه شاوخوا یوه نیمه لسیزه د ماشومانو د سوځېدنې د درملنې د خدمتونو د پراختیا، د ځوانو ډاکټرانو د روزنې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې فعالیت کړی دی.

د عامه اړیکو لوی ریاست رییس د نوموړي د خدمتونو او علمي لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ څرګنده کړه، چې د کورنیو چارو وزارت د خلکو د ژوند ژغورنې، د عامه خدمتونو د کیفیت لوړولو او د هېواد د پرمختګ په برخه کې د متخصصو او ژمنو کادرونو هڅې ارزښتمنې بولي او د هغوی د خدمتونو د دوام او پراختیا ملاتړ کوي.