د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه
نن چهارشنبه د کورنیو چارو وزیر محترم الحاج خلیفه سراجالدین حقاني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت په مقام کې د یاد وزارت رهبرۍ غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې چې د دې وزارت معینانو، رئیسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو ګډون کړی و د امنیتي موضوعاتو ترڅنګ پر ګڼو نورو موضوعاتو هم هر اړخیز بحث وشو.
د غونډې په پیل کې مسؤلینو په وار سره د خپلو مربوطو چارو په اړه معلومات او کاري راپورونه وړاندې کړل.
تر هغه وروسته قدرمن خلیفه صاحب په خپلې وینا کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نویي توشیح شوي قانون په پلي کیدو او د محرم الحرام میاشتې په بهیر کې د هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب لپاره د لازمو امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د لا ټینګښت لپاره باید جدي هڅې وشي، او د هېواد په کچه ټول امنیتي ځواکونه باید د ولس د ریښتیني چوپړ له لارې د خلکو د باور د لا پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي، څو د ولس او امنیتي ځواکونو په همغږي په خپل وخت ستونزو ته رسیدګی وکړای شي.
په غونډه کې له جرمونو سره د مبارزي ریاست لپاره د تخنیکي و سائلو د چمتو کولو او همداراز د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.
غونډه د محترم خلیفه صاحب له لوري د کورنیو چارو وزارت اړونده معین صاحبانو او نورو مسؤلینو ته په خپلو کاري استقامتونو کې د هدایاتو او لازمو سپارښتنو په کولو سره پای ته ورسیده .