د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې ۸ تنه د وسایطو د غلا او ۱ تن د غیرقانوني وسلې د لېږد په تړاو، په دایکندي ولایت کې ۵ تنه د ۵ بایسکلونو د غلا په تړاو، د جوزجان ولایت په آقچې ولسوالۍ کې ۵ تنه د قماربازۍ په تړاو، په فراه ولایت کې ۴ تنه له یو دوکان څخه د غلا په تړاو او په غور ولایت کې ۲ تنه د یو موټرسایکل د غلا په تړاو نیول شوي دي.