د حفظ مراقبت ریاست د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو د فاضله اوبو دتخلیه (سپټیک څاه) پروژه
Publish Date
Closing Date
پدې توګه د کورنیو چاور وزارت محترم مقام 003 شماره امریه د 8 فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې، د کورنیو چارو وزارت د حفظ مراقبت ریاست د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو د فاضله اوبو دتخلیه (سپټیک څاه) پروژه، 1404 مالی کال لپاره ، (آغا ولی پوپل ساختمانی او سرکسازی شرکت) ته چې د جواز شمېره یې (D-36582) او د غزني جاده هلمند ، مرکزهلمند، لښکرګاه ، هلمند سیمه کې موقعیت لری په (3,953,400) درې مېلیونه نهه سوه دري پنځوس زره او څلورسوه افغانی ټولیزیی بیې اعطاء کړی.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري،کولای شي خپله نیوکه له د لایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر دری کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه د کورنیوچارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ۸۰ متره سړک موقعیت لري وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او ده پورته یاد شوې مودې او ورپسې- قانونی پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نشي، والسلام.