د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودانیزو شرکتونو ته خپل بې پليټه او بې اسنادو موټرونه په کرایه ورکوي، زر تر زره خپل ټول موټرونه قانوني او د ترافیک پولیسو له ادارو څخه ورته اسناد او نمبرپلېټونه واخلي، له اسنادو پرته د ترافیک پولیسو له لوري د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او د سرغړونې وروسته به له قانوني چلند سره مخ شي.