امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په هرات، نیمروز، بادغیس، غزني او دایکندي ولایتونو کې لس تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

moi-af
Wed, Jun 18 2025 8:51 AM
asfasdf

له منځه یې، پنځه غله په هرات، دوه تنه د غلا او قاچاق په تړاو په نیمروز، یو تن د درې میله وسلې د ناقانونه ساتلو په تړاو په غزني او دوه تنه نور د غلا په تړاو د بادغیس او دایکندي ولایتونو په مربوطاتو کې نیول شوي دي.