خوست کې په تېر یوه کال کې سلګونه نظامي وسایط بیارغول شوي

moi-af
Tue, Apr 29 2025 3:18 PM
سلبسیبلیس

د خوست امنیه قومندانۍ د تخنیک څانګې منسوبینو له تېر یوه کال راهیسې د یادې قومندانۍ ۹۷۰ نظامي وسایط چې نیم فعال وو رغولي او بیاځلي د خوست امنیه قومندانۍ جزوتامونو ته د ګټې اخیستنې په موخه سپارل شوي دي.

همداراز یادو تخنیکي ټیمونو ۲۹ میله ‌ډول ډول وسلې چې له فعالیت لویدلې وې، ترمیم کړي او دغه راز یې په نورو وسایطو د جوړېدو چارې روانې دي.