پروان کې له ۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د پروان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له پنځوسو اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره چې د یوې کمېټې په وسیله اړمن پېژندل شوي وو د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت په مرکز او ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره مرسته کوي چې تراوسه یې په مرکز او ولایتونو کې خپلې مرستې ویشلي دي او دغه لړۍ روانه ده.