پکتیا کې پولیسو د دې ولایت یو تن اوسېدونکی د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص کړ.

rahimzai_moi
Sat, Feb 16 2019 9:40 AM

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند د نیازیو کلا سیمې یو تن اوسېدونکی، چې څو ورځې دمخه د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی و او د خلاصون په بدل کې یې د پیسو غوښتنه ترې کړې وه؛ د دې ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې د مدیریت د کشفي راپور په اساس د پولیسو له خوا د احمد ابا ولسوالۍ له فېروز خېلو سیمې د انسان تښتوونکو له منګلو خلاص کړی شو.