تخار کې ۸۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې ځوابیه غبرګون ښودلی، چې په ترڅ کې يې د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستیال ولسوال اعجازالحق په ګډون ۶۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو په تخار کې د ترهګرو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.