خبرونه
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د معینیت له ځانګړې عملیاتي قطعې لیدنه وکړه.
مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د معینیت د ځانګړې عملیاتي قطعې پرمختګونه وستایل او یادې قطعې ته یې سپارښتنه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د. . .
پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو یو مرکز له منځه تللی.
تېره شپه د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په عبدل درې سیمه کې، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو مرکز له منځه تللی. د یادو عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او. . .
کنړ کې ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
تېره شپه درې تنه چې ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي یې د چرسو له ډوله په یو کرولا موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
یادو کسانو غوښتل نشه یي توکي له بغلان. . .
هلمند کې درې غله نیول شوي.
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پولیسو درې غله نیولي او یو بل یې چې د پولیسو په وړاندې وسله وال مقاومت ښودلی؛ وژل شوی دی.
یادو غلو یو عراده مازدا موټر له څه باندې ۱۰۰ بوجیو شیدو سره. . .
پکتیا کې پولیسو د دې ولایت یو تن اوسېدونکی د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص کړ.
د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند د نیازیو کلا سیمې یو تن اوسېدونکی، چې څو ورځې دمخه د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی و او د خلاصون په بدل کې یې د پیسو غوښتنه ترې کړې وه؛ د دې ولایت له. . .
خوست کې پولیسو د نا مسووله وسلوالو او زورواکو پر ضد عملیات ترسره کړي.
خوست کې د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر غله، زورواکي او نا مسووله وسله وال نیول شوي دي.
خوست کې پولیسو د غلو درې مهم ډلمشران د دې ولایت په ګربزو، تڼیو او باک ولسوالیو کې له یو. . .
فراه کې د نشه یي توکو د لېږد په تور یو تن ونیول شو
د فراه ولایت د مرکز اړوند په دار آباد کلي کې، د پولیسو له خوا یو تن له ۴۳ کیلو ګرامه نشه يي توکو او یو عراده موټر سایکل سره نیول شوی دی.
د پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول.
د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو په کابل، هرات او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، اوه تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه. . .
د کابل پولیسو یوه لس کسیزه وسله واله او زورواکې ډله نیولې.
کابل کې تېره شپه پولیسو هغه لس کسیزه ډله نیولې، چې د کابل ښاریانو د ځورولو، وهلو او ډبولو لامل کېدله.
دا ډله هغه مهال ونیول شوه چې تېره شپه یې د دوهمې ناحیې اړوند سیمه کې، د یو تن په. . .
