خبرونه
پولیسو د دوو غبرګو چاودنو مخه نیولې
په هرات او فاریاب ولایتونو کې ترهګرو طالبانو غوښتل چې د امنیتي ځواکونو موټر د خپل ماین نښه کړي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول.
ترهګرو د هرات په زنده جان او د فاریاب د دویمې حوزې. . .
ننګرهار کې ۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د جلال آباد ښار، درونټې او سرخرود ولسوالیو په اړوند سیمو کې ۷۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله او ۸۰۰ قرصه ټابلېټ کا نیول شوي.
. . .
هلمند کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د تاریخ زابر په سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په مخامخ جګړه کې، پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د دې ترڅنګ؛ هلمند کې یو تن. . .
پولیسو څلور تنه د ځمکو د غصب او غلا په تور نیولي
د لوګر ولایت د مرکز اړوند په زرداد کلا سیمه کې دوه تنه د ځمکو د غصب په تور نیول شوي.
یادو کسانو د دولتي ځمکو په غصب لاس پورې کړی و؛ چې د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
د دې ترڅنګ؛. . .
خوست کې پولیسو د وژنې او غلا په تور شپږ تنه نیولي
د خوست ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو شپږ تنه د وژنې او غلا په تور نیولي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې نیول شویو کسانو له نظامي. . .
پولیسو د نشه يي توکو اووه تنه پلورونکي نیولي
د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه يي توکو اووه پلورونکي نیولي. له یادو کسانو څخه څه باندې ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.
د نشه يي توکو پلورونکي په کابل، ننګرهار. . .
کندهار کې پولیسو د نشه يي توکو د لېږد په تور ۳۴ تنه نیولي
د کندهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه يي توکو ۳۴ لېږدونکي نیولي.
یادو کسانو هیرویین د کپسولونو په ډول په خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د کندهار د هوايي ډګر. . .
لوګر کې پولیسو لس غیر قانوني بار وړونکي موټر نیولي
د لوګر پولیسو لس بار وړونکي غیر قانوني موټر داسې مهال نیولي، چې غوښتل یې پلازمېنې ته یې ولېږدوي.
دغه موټر چې په غیر قانوني ډول محصول شوي وو او له معیاره زیات بار په کې ځای پر ځای شوی و. . .
پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور پنځه تنه نیولي
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، هرات او فاریاب ولایتونو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو یو شمېر نشه يي توکي، سپکې او درنې وسلې. . .
