خبرونه
خوست کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه.
تېره شپه د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند په پلونخېلو کلي کې پولیسو د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ کړو.
تر دې دمخه هم د خوست ولایت ملي پولیسو د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ډېری. . .
هلمند کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې ملي پولیسو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ګرشک ولسوالۍ د مالګیر سیمې د. . .
فراه کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي.
تېره شپه د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ د پس کوتل په کلي کې ترهګرو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ، چې د ملي پولیسو له مقاومت سره مخ او برید یې په شا تمبول شوی دی. د ملي پولیسو او ترهګرو. . .
لوګر کې یو تن د خپل لاسي جوړ شوي ماین ښکار شو.
تېره ورځ د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اړوند په خواجه انګور کلي یو ترهګر بریدګر ووژل شو.
یاد بریدګر یو کړۍ بشکه يي ماین له یو ځایه بل ځای ته لېږدوه، چې ماین پرې چاودلی او وژل شوی دی.
کابل او کندز کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
همداراز د کندز ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلو. . .
کندهار کې د ۲۰ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی وشو.
د ملي پولیسو ځواکونو د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ۲۰ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی.
یاد ماینونه د ترهګرو طالبانو له خوا د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په چنار. . .
بغلان کې د ترهګرو طالبانو یو سیمه ییز قومندان ووژل شو.
ابوبکر د ترهګرو طالبانو یو سیمه ییز قومندان دی چې تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین په خلازیي کلي کې د ماین پر خښولو بوخت و، چې د خپل لاسي ماین د چاودنې. . .
یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو.
یوه ترهګر طالب چې غوښتل یې د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرګی برید وکړي، موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا له پېژندنې وروسته ووژل شو.
دا پداسې حال کې ده چې تر. . .
هلمند کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی ونیول شو.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په جومند کلي کې شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی د آهوجان په نامه نیولی دی.
نیول شوی. . .
