خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۵:۳
Background image

سمنګان کې د نقلیه وسایطو د غلا په تړاو یو تن ونیول شو.

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس له یو عراده غلا شوي سراچه موټر سره یو ځای ونیوه.
نیول شوي غله موټر د ایبک ښار د شفاخانې کوڅې له اړوند سیمو تښتولی و، چې د سمنګان د پولیسو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل کې د هوايي ډزو په تړاو یو تن ونیول شو.

د کابل ښار د شپاړلسمې حوزې منسوبینو د یادې ناحیې یو اوسېدونکی چې په هوايي ډزو سره یې د خلکو عامه امن او نظم له منځه وړی و، نیولی دی.
نیول شوی کس هُدا نومېږي او د یادې ناحیې د نادرخان سر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۴:۵۷
Background image

پروان کې چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کوه صافي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او شنډ کړي دي.

په کشف شویو مهماتو کې ۲۵. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

بلخ کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ووژل شو.

د عامه امن پولیسو د بلخ ولایت په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو پر ضد یو لړ عملیات ترسره کړي؛ ترهګرو په دې وروستیو کې د یاد ولایت په اړوند سیمو کې یو لړ پټنځایونه جوړ کړي، چې د پولیسو د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

کابل، خوست او بلخ کې پنځه تنه د وسله والو غلاوو، وژنې او ژوبلې په تړاو ونیول شول.

د ملي پولیسو منسوبینو په کابل، خوست او بلخ ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د وسله والو غلاوو، وژنې او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو دوه تنه یې د کابل ښار. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۷:۱۰
Background image

د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د د طالب ترهګرو د ماین جوړولو یو پټنځای لمنځه یوړل شو.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د روانو عملیاتو په پایله کې چې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یې ترسره کړي د وسله والو مخالفینو د ماین جوړولو یو پټنځای یې کشف او لمنځه وړی.
طالب ترهګرو. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

په هرات ولایت کې (۶) تنه طالب ترهګر وژل شوي او (۳) تنه نور یې ټپیان شوي.

د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو د ګډو عملیاتو په پایله کې چې د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ په اړونده سیمو کې یې ترسره کړي، (۶) تنه طالب ترهګر وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.
. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۷:۴
Background image

په فراه ولایت کې٨ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۹ تنه نور یې ټپیان شوي.

تېره ورځ د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ پولیس د یو لړ ځانګړو او ګډو عملیاتو په پایله کې چې د پشترود ولسوالۍ په اړونده سیمو کې یې ترسره کړي، 8 تنه طالب ترهګر وژلي او 9 تنه نور یې ټپیان کړي. . .

شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل کې نبي کوهبندي د یوې جنایتکارې ډلې مشر ونیول شو.

د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي په کابل کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې لومړی ټپي او وروسته ونیول شو.
نبي کوهبندي له خطرناکو جنایتکارانو دی، چې د کابل ښار د. . .

Pagination