خبرونه
کابل کې د یوې جرمي شبکې ډلمشر ونیول شو.
نن د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو، کابل ښار کې د یوې جرمي شبکې ډلمشر له پېژندنې وروسته نیولی.
دا کس عابد نومېږي، چې په "بیني" مشهور و او د یوې جرمي شبکې ډلمشري یې کوله.
عابد د. . .
له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو شمېر وسلې ډایاک ته وسپارلې.
د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست منسوبینو ۹۶ میله بېلابېلې وسلې د ملي دفاع وزارت د وسلو د ټولولو پروسې (ډایاک) ته وسپارلې.
یادې وسلې د بېلابېلو جنايي قضیو، ترهګریزو پېښو. . .
خوست کې درې ترهګر طالبان ووژل شول.
نن افغان ګډو ځواکونو د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند په شمال خېلو او سپېره کۍ سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې دوه. . .
سمنګان کې درې ترهګر طالبان ونیول شول.
تېره ورځ د سمنګان ولایت د رویي دوآب ولسوالۍ په سرخ کلا کلي کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې درې ترهګر طالبان نیول شوي او یو بل یې ټپي شوی دی. . .
کندهار کې څلور تنه د وژنې په تړاو ونیول شول.
د کندهار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو څلور تنه د وژنې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې درېیو یې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس لومړی وژلی او. . .
ننګرهار کې ۶۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۶۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
پولیسو یاد نشه يي توکي د سرخرود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیولي، چې په یو. . .
پکتیا کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو پکتیا کې یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړ.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د پکتیا ولایت د مرکز اړوند د غفورخېلو کلي پر لاره ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د. . .
ارزګان کې درې ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.
په یادو عملیاتو کې ملي پولیسو ته. . .
هلمند کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول.
افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې. . .
