خبرونه
کابل او غزني کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ولایت د اتمې، لسمې او اولسمې ناحیو؛ پغمان او بګرامیو ولسوالیو کې د پنځو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د یو شمېر نشه يي. . .
پولیسو ۳۵۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په نیمروز، کندز او ننګرهار ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د ۳۵۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.. . .
د امنیت په برخه کې د ښځو د مشورتي کمېټي شپږمه غونډه جوړه شوه.
نن له غرمې مخکې کورنیو چارو وزارت د امنیت په برخه کې د ښځو د مشورتي کمېټې د شپږمې غونډې کوربه و.
په دې غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې، د کورنیو چارو او ملي دفاع سرپرست وزیرانو او. . .
غزني او لغمان کې د څلورو ماین چاودنو مخه نیول شوې.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په آبند ولسوالۍ کې د درېیو ماین چاودنو مخه نیولې.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د لومړۍ شمېرې لویې لارې پر مسیر د نظامي وسایطو د نښه کولو په هدف ځای. . .
هرات، هلمند او فراه کې شپږ وسله وال غله ونیول شول.
د ملي پولیسو منسوبینو په هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
درې تنه غله له هرات ښاره، دوه تنه له لښکرګاه ښاره او یو. . .
ننګرهار کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ۱۷۰ کیلو ګرامو نشه يي توکو سره د بټي کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیولي. . .
کاپیسا کې یو وسله وال ترهګر ووژل شو.
د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو وسله وال ترهګر وژلی دی.
یاد ترهګر هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې نن له غرمې مخکې د نجراب ولسوالۍ د تپې پر سر پر پولیسو ډزې وکړي.
بغلان کې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په بغلان ولایت کې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
یاد کس د دوشي ولسوالۍ د دهن لرخوابي کلي له اړوند سیمو نیول شوی دی.
هرات، خوست او پکتیا کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.
د هرات، خوست او پکتیا ولایتونو د امنیه قومندانیو له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې څلور تنه. . .
