خبرونه
پولیسو یو تن د څارویو، پیسو او مبایلونو د غلا په تور نیولی.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یو تن د ۱۱ پسونو، ۱۲ زره افغانیو او د یو شمېر مبایلونو د غلا په تړاو له یو. . .
کابل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
ځانګړو ځواکونو یاد عملیات نن د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې ترسره. . .
فراه کې د ترهګرو طالبانو یوه بندخونه له منځه یوړل شوه.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یوه بندخونه له منځه وړې ده.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې عملیاتو په لړ. . .
هرات، سرپل او پکتیا کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی وشو.
د هرات او سرپل ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې کړۍ بېلابېل ماینونه چې ترهګرو طالبانو په یو شمېر سیمو کې ځای پر ځای کړي وو، کشف او له منځه یې وړي دي.
. . .
فراه کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې د انار درې ولسوالۍ لپاره د. . .
کندهار کې د ترهګرو طالبانو د یوه قومندان په ګډون درې ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه ترهګرو طالبانو غوښتل چې د کندهار – ارزګان پر لویه لاره د شاولیکوټ ولسوالۍ په غبرګولي سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، چې د ماین د ځای پر ځای کولو پرمهال ماین پرې چاودلی او په ترڅ. . .
هلمند کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره ورځ د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژلي دي.
د دې. . .
کندز کې اته ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت د مرکز اړوند په زر خرید سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اته ترهګر طالبان وژلي او اوه نور یې له ترهګرو طالبانو سره د. . .
سرپل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي او هرات او خوست کې ۱۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له دفاعي ځواکونو سره په ګډه د هرات ولایت په کشک او رباط سنګي ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۴ کړۍ ماینونه چې ترهګرو د ځایي خلکو د نښه. . .
