خبرونه
ننګرهار کې یو کس د ترهګریزو بریدونو د سازماندهي په تور ونیول شو
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د ترورېستي بریدونو د طرح او سازماندهي په تور نیولی دی.
ه. . .
کابل کې دوه تنه د ترورېستي بریدونو د سازماندهي په تور ونیول شول
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې دوه تنه د ترهګریزو بریدونو د طرح او سازماندهۍ په تور نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو شمېر مهمات. . .
لوړ پوړو امنیتي چارواکو د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دې ولایت ته سفر کړی
تېره ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی و.
د دې سفر په لړ کې چې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال یې هم ملتیا. . .
کندهار کې د ترهګرو اووه کسیزه ډله ونیول شوه
پولیسو کندهار کې د ترهګرو یوه اووه کسیزه ډله نیولې، چې په منځ کې یې درې طالبان، دوه ماین خښوونکي او دوه غلچکي بریدګر شامل دي.
له یادو کسانو څخه درې میله تفنګچې هم د ملي پولیسو لاسته. . .
پولیسو له شپږو ماین چاودنو مخنیوی کړی
پولیسو په زابل، هلمند، کندهار او فاریاب ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو له شپږو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
له دې منځه پولیسو د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې درې کړۍ ماینونه، د هلمند. . .
کونړ کې څلور تنه د چاودېدونکو توکو او وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول
پولیسو د کونړ ولایت په نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو کې څلور تنه د نهه بوریو چاودېدونکو توکو او یو شمېر وسلو د لېږد پر مهال نیولي دي.
له دې منځه دوه کسانو چاودېدونکي توکي په یو عراده زرنج. . .
د دایکندي په کجران کې د ترهګرو د ځپلو په موخه پراخ چاڼیز عملیات روان دي
له یوې اوونۍ راهیسې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ د مېشتو لپاره د امنې فضا د رامنځته کولو او د دښمن د خوځښتونو د له منځه وړو په هدف یو لړ پراخ چاڼیز. . .
هرات کې د نشه يي توکو یو لوی قاچاقبر د تریاکو او هیروییو له یوې محمولې سره نیول شوی
پولیسو د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو یو لوی قاچاقبر نیولی دی.
یاد کس ۸۴۱ کیلو ګرامه تریاک او هیرویین په یو عراده موټر کې. . .
هلمند کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې درې زېرمې کشف او له منځه یوړل شوې
ملي پولیسو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د سپین مسجد په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې درې زېرمې چې ۵۰۰ کیلو ګرامه. . .
