خبرونه
فراه کې د حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په فراه ښار کې د حرفوي غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
یاد کسان له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو، چې تېره ورځ د یوه کور د مالونو د. . .
پروان کې دوه تنه د وژنې په تړاو ونیول شول
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په جبل السراج ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د وژنې قضیې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د جبل السراج ولسوالۍ په متک کلي کلي کې د قتل. . .
هرات کې له ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او ترلاسه شو
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په "کنګ" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو ډک باروړنکی موټر کشف او ضبط کړی دی.
. . .
لغمان کې درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په قرغیو ولسوالۍ کې درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د قرغیو مېشتیو د ژوبلې په قضیو کې لاس درلود،. . .
کندهار کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کندهار ښار او تخته پُل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه دوه تنه د کندهار ښار د نهمې. . .
ننګرهار کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف. . .
لوګر کې د ځوابیه برید له امله ۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ځوابیه برید په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه سیمه ییز قومندان په ګډون ۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان. . .
هرات کې یو کس د ۸ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیولی دی.
له یاد کس څخه ۸ کیلوګرامه نشه يي توکي د. . .
غزني کې ۳۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شول
ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک مازدا ډوله موټر کشف او ضبط کړی دی.
پدې موټر کې ۳۴۰۰. . .
