خبرونه
هرات کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
پولیسو په هرات کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: قتل، وسله والې غلاوې، د نشه يي توکو قاچاق او د غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه. . .
زابل کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي
تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د زابل ولایت د مرکز کلات ښار په "صیفو فقیر او رازي" کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان. . .
تخار او بلخ کې څلور تنه د قتل او غلا په تړاو ونیول شول
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د تالقان ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د یوه زرګر د وژنې او پيسو د غلا په تړاو نیولي دي.
همداراز هغه. . .
کندهار کې ۳۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي
تېره شپه د کندهار ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک او میانشین ولسوالیو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې دي.
د دې نښتو په ترڅ کې ۳۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ نور. . .
ننګرهار کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ په "شادخان" کلي کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په. . .
جوزجان کې څه باندې ۴۰۰ لیتره الکولي څښاک او مرکبات یې کشف او ترلاسه شول
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په جوزجان ولایت کې پر یوه استوګنیز کور د عملیاتو په پایله کې ۷۰ لیتره الکولي څښاک او ۳۵۰ لیتره مرکبات یې کشف او ضبط کړي دي.
دا عملیات چې. . .
غزني کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله ۴ ملکي کسان شهیدان شوي
تېره شپه د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې څلور ملکي کسان داسې مهال په شهادت ورسېدل، چې حامل موټر یې د ترهګرو طالبانو پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.
کورنیو چارو وزارت د. . .
کندوز کې پنځه ترهګر ونیول شول
تېره ورځ د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه هغه ترهګر نیولي، چې په کندوز ښار کې يې د دولتي کارکوونکو په ترور کې لاس درلود.
له دې ډلې پولیسو. . .
غزني کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مقر ولسوالۍ په "نویخوني" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د دوه کړۍ ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی. . .
