خبرونه
بغلان کې د امنیتي ځواکونو د ځوابیه برید په پایله کې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي غړي په شمول ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي
سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۳۹۹
قاري جمعه ګل چې په "متقي" مشهور دی، نن سهار یې غوښتل له خپلو همکارانو سره یو ځای د پلخمري – سمنګان لویه لار وتړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه. . .
لغمان کې ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول
ترهګرو طالبانو تېره ورځ د لغمان ولایت د قرهيي ولسوالۍ په سرکنډو سیمه کې د کابل – ننګرهار پر لویه لار د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي او دفاعي. . .
د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول
د کابل، ننګرهار، زابل، نورستان او جوزجان ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
له دې منځه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یو کړۍ. . .
کابل کې درې تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول او د ترورېستانو د جنګي تسلېحاتو او نظامي تجهیزاتو درې زېرمې کشف شوې
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه درې میله. . .
د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول
د نیمروز، کندوز، کندهار، کاپیسا او هلمند ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې ۱۳ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه په کندوز. . .
هلمند کې څلور تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول
پولیسو د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې څلور تنه د هدفي وژنو په تور نیولي دي.
یادو کسانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر دولتي کارکوونکو بریدونه وکړي، چې د. . .
کابل کې ۳۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، اومې، لسمې او. . .
کابل او تخار کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونیول شول
د تخار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په تالقان ښار کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر له پنځه کیلوګرامه هیرویینو سره یو ځای نیولی دی.
همدارنګه له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو. . .
زابل کې ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي
ترهګرو طالبانو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د زابل ولایت د مرکز کلات ښار او د شهرصفا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو ترورېستي بریدونه ترسره کړي، چې د هېواد د امنیتي. . .
