خبرونه
ننګرهار کې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو او جنګي تسلېحاتو دوه زېرمې کشف او له منځه یوړل شوې
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د اچین ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو او جنګي تسلېحاتو یوه زېرمه چې په کرنیزو ځمکو کې ځای پر ځای شوې وه، کشف او همدارنګه. . .
د هېواد په دوو ولایتونو کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په مرکز تالقان ښار کې د ځینو عملیاتو په پایله کې د دوو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې. . .
د هېواد په درېیو ولایتونو کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار، کونړ او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو. . .
د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۱غله، قاتل او نامسووله وسله وال ونیول شول
د نیمروز، بغلان، بلخ او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې ۱۱ تنه د قتل، د وسایطو غلا او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
د یادو. . .
کابل کې ۳۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پینځمې، اتمې، نهمې،. . .
د هېواد په دوو ولایتونو کې څلور نامسووله وسله وال او غله ونیول شول
د بلخ او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې څلور تنه د وسایطو د غلا او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د پروان ولایت په. . .
کابل او سرپل کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د پولیسو منسوبینو د کابل ښار او سرپل ولایت په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د څلور کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
یاد ماینونه د کابل ښار د دویمې. . .
ستر امنیتي معین د لوګر ولایت له والي، ولایتي شورا رییس او غړو سره په یاد ولایت کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه وکتل
په دغه کتنه کې لومړی د لوګر والي، ولایتي شورا رییس او غړو یې په لوګر ولایت کې د امنیتي حالاتو په اړه خپلې څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سره شریکې کړې، دوی وویل، دا چې په. . .
ستر امنیتي معین د کورنیو چارو وزارت د عامه خدمتونو له مرکز څخه لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع د یاد وزارت د عامه خدمتونو له مرکز څخه د لیدنې پرمهال د دغه مرکز د چارو او فعالیتونو ارزونه وکړه او د یاد مرکز د کارکوونکو. . .
