خبرونه
په کندهار کې په تېرو درېیو میاشتو کې راټول شوي بېلابېل نشه يي توکي وسوځول شول
د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو ۱۳ زره کېلوګرامه نشه يي توکي له نږدې ۸۰ زره نشه یي ټابلیټونو سره، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې کشف او راټول شوي وو. . .
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو په څو جلا جلا عملیاتو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په تخار، کابل او بلخ ولایتونو کې نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه. . .
پکتیکا او غزني کې له ۲۴۰ کیلوګرامه زیات تریاک ونیول شول
په پکتیکا او غزني ولایتونو کې په جلا عملیاتو کې له ۲۴۰ کیلوګرامه زیات تریاک ونیول شول.
د پکتیکا د امنیې قومندانۍ د شرطې ځواکونو شپږ تنه قاچاق وړونکي له ۲۵ کیلوګرامه تریاکو سره نیولي،. . .
د کنړ ولایت په درې پېچ ولسوالۍ کې، امنیتي ځواکونو، دوه تنه د لرګیو د غیر قانوني لېږد په تړاو نیولي.
یاد کسان د درې پېچ د ګنده ګل په سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې لرګي د یوه ډاټسن موټر په واسطه د عمار له سیمې څخه په غیر قانوني توګه ولېږدوي. دغه راز د زابل ولایت امنیه قومندانۍ. . .
په فاریاب ولایت کې ۴۲ کیلوګرامه شیشه ترلاسه او ضبط شوه
یو تن چې ۴۲ کیلوګرامه شیشه ډوله نشه يي توکي یې په هرات ولایت کې په یو موټر کې ځای پر ځای کړي وو، او غوښتل یې چې د فاریاب ولایت له لارې یې بلخ ولایت ته ولېږدوي، د فاریاب ولایت د امنیې. . .
لغمان کې درې تنه د وسلې ګرځولو او عامه نظم ګډوډولو په تړاو ونیول شول
د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د یوه کشفي عملیات په ترڅ کې، یو تن د ناقانونه وسلې ساتلو او ګرځولو په تړاو او دوه تنه نور د شخړې، هوایي ډزو او د عامه نظم. . .
په پروان کې د ۱۲۳ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د پروان ولایت د امنیې قومندانۍ منسوبینو، د خپل کشفي اقدام په پایله کې دوه تنه د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ۱۲۳ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي. نیول. . .
په تخار ولایت کې ۳۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکي او په لغمان کې د هغو یوه تولیدي فابریکه کشف او ضبط شوه
د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو، دوه تنه له ۳۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکو سره د دغه ولایت په خطایان سیمه کې هغه مهال ونیول، چې یاد شوي توکي یې په یو موټر کې په مهارت سره ځای پر ځای. . .
په پکتیکا کې یو تعداد وسلې او مهمات کشف او ضبط شول
د پکتیکا ولایت د امنیې قومندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، د ۱۴۰۵ کال د لومړۍ ربعې په اوږدو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د پام وړ. . .
